يوازې الله لره د آسمانونو پاچايي او د ځمکې پاچايي ده، له نارينه، ښځينه او دغه پرته نور څه چې وغواړي پيداکوي يې، چاته چې وغواړي ښځينه اولاد ورکوي او له نارينه يې بې برخې کوي، او چاته چې وغواړي نارينه اولاد ورکوي له ښځينه يې بې برخې کوي، او يا چې چاته وغواړي نارينه او ښځينه دواړه ورکوي او چاته چې وغواړي شنډوي يې چې اولاد يې نه کيږي، بېشکه هغه پر هغه څه ښه پوه دی چې کېدونکي دي او څه چې په راتلونکي کې کيږي، او دا د هغه له بشپړې پوهې او پوره حکمت څخه دي، له هغه څه پټ نه دي او نه يې څه عاجزولای شي.