او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره۔، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى۔ الشورى ۴۲:۵۱ ⧉
تفسیر:
هيڅ انسان لره صحيح نه ده چې الله ورسره خبرې وکړي، مګر دا چې په الهام يا بله لار سره وحي وي، او يا داسې خبرې ورسره وکړي چې د هغه د خبرو آواز اوري خو ويني يې نه، او يا پرېښته د بېلګې په ډول جبريل د استازي په توګه ورته وليږي، نو هغه انساني رسول ته وحي کوي د الله په اجازه چې څه وغواړي وحي کوي يې، بېشکه هغه پاک ذات په خپل ذات او صفتونو کې لوړ دی، په خپل پيدايښت، ځواک او شريعت کې حکمت والا دی.