Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 52 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 52 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ رُوحًا مِنْ أَمْرِنَا ۚ مَا كُنْتَ تَدْرِي مَا الْكِتَابُ وَلَا الْإِيمَانُ وَلَٰكِنْ جَعَلْنَاهُ نُورًا نَهْدِي بِهِ مَنْ نَشَاءُ مِنْ عِبَادِنَا ۚ وَإِنَّكَ لَتَهْدِي إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 52
ترجمه:
او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله۔، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو۔ او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي الشورى ۴۲:۵۲
تفسیر:
او ای رسوله! لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې، تاته مو له خپل لوري قرآن وحي کړ، له دې مخکې ته نه پوهېدې چې پر رسولانو نازل کړل شوي آسماني کتابونه څه دي، او نه پوهېدې چې ايمان څه دی؟ خو موږ دغه قرآن ړڼا کوونکی نازل کړ، له خپلو بندګانو چې چاته وغواړو لارښوونه پرې کوو، او بېشکه ته خلکو ته د نېغې لارې خوا ته لارښوونه کوې چې هغه د اسلام دين دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 51 راتلونکې الشورى • آیت 53