Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 8 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ شَاءَ اللَّهُ لَجَعَلَهُمْ أُمَّةً وَاحِدَةً وَلَٰكِنْ يُدْخِلُ مَنْ يَشَاءُ فِي رَحْمَتِهِ ۚ وَالظَّالِمُونَ مَا لَهُمْ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ 8
ترجمه:
او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار الشورى ۴۲:۸
تفسیر:
او که الله غوښتي وای چې هغوی يې د اسلام پر دين يو امت ګرځولي وای، نو هغوی به يې پرې يو امت ګرځولي وای، او ټول به يې جنت ته ننه اېستلي وای، خو د هغه د حکمت غوښتنه داده چې چاته غواړي، اسلام ته يې ننه باسي او جنت ته يې د ننه کوي، او هغه ظالمان چې د کفر او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی لره هيڅ دوست نشته چې ملګرتيا يې وکړي، او نه کوم مرستندوی چې د الله له عذابه يې وژغوري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 7 راتلونکې الشورى • آیت 9