Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الشورى — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الشورى • آیت نمبر 7 (ټولې 53 آيتونه) • پښتو


وَكَذَٰلِكَ أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ قُرْآنًا عَرَبِيًّا لِتُنْذِرَ أُمَّ الْقُرَىٰ وَمَنْ حَوْلَهَا وَتُنْذِرَ يَوْمَ الْجَمْعِ لَا رَيْبَ فِيهِ ۚ فَرِيقٌ فِي الْجَنَّةِ وَفَرِيقٌ فِي السَّعِيرِ 7
ترجمه:
او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي الشورى ۴۲:۷
تفسیر:
لکه څنګه مو چې له تا مخکې نبيانو ته وحي کړې ده همداراز مو تاته عربي قرآن وحي کړی دی، ترڅو مکه او د هغې شاوخوا د عربو کلي او بيا ټول خلک پرې ووېروې، او خلک د قيامت له ورځې ووېروې له هغې ورځې چې الله به لومړني او وروستني خلک په يوه ځمکه کې د حساب او بدلې لپاره را ټول کړي، د دغې ورځې په رامنځته کېدو کې هيڅ شک نشته، او خلک به په دغه ورځ دوو ډلو ته وېشل شوي وي: يوه ډله به په جنت کې وي چې هغه مؤمنان دي، بله ډله به په دوزخ کې وي چې هغه کافران دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الشورى • آیت 6 راتلونکې الشورى • آیت 8