او كله چې عيسٰى له ښكاره دلیلونو سره راغى، ويې ويل: (اى بني اسرائیلو!) یقینًا ما تاسو ته حكم راوړى دى او د دې لپاره (راغلى یم) چې تاسو ته ځینې هغه (احكام) بیان كړم چې تاسو په هغو كې اختلاف كوئ، نو تاسو له الله نه ووېرېږئ او زما اطاعت وكړئ الزخرف ۴۳:۶۳ ⧉
تفسیر:
کله چې عيسی عليه السلام خپل قوم ته د هغه پر استازولۍ له څرګندو دلايلو سره راغی، هغوی ته يې وويل: زه تاسو ته د الله له لوري له حکمت سره راغلی يم، او دا چې تاسو ته ستاسو د دين هغه چارې څرګندې کړم چې تاسو پکې اختلاف کوئ، نو له الله څخه د هغه د امرونو په منلو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره وډارشئ، او په هغه څه کې زما پيروي وکړئ چې امر يې درته کوم او ترې منع کوم مو.