بېشكه هم دا الله زما رب دى او ستاسو رب دى، لهٰذا تاسو د ده عبادت كوئ۔، دغه نېغه لاره ده الزخرف ۴۳:۶۴ ⧉
تفسیر:
بېشکه الله هغه ذات دی چې زما او ستاسو پالونکی دی، له هغه پرته موږ لره بل پالونکی نشته، عبادت مو يوازې هغه لره ځانګړی کړئ، او دغه توحيد هغه نېغه لار ده چې هيڅ کوږوالی پکې نشته.