Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزخرف — آیت 65 (پښتو) — ویډیو

الزخرف • آیت نمبر 65 (ټولې 89 آيتونه) • پښتو


فَاخْتَلَفَ الْأَحْزَابُ مِنْ بَيْنِهِمْ ۖ فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْ عَذَابِ يَوْمٍ أَلِيمٍ 65
ترجمه:
نو (د نصرانیانو) دغه ډلې په خپل منیځ كې سره مختلفې شوې، نو د هغو كسانو لپاره چې ظلم يې كړى دى، د ډېرې دردوونكي ورځې له عذاب نه هلاكت دى الزخرف ۴۳:۶۵
تفسیر:
نو د نصاراوو ډلې د عيسی په اړه په اختلاف کې شولې، ځينو يې ويل: هغه الله دی، او ځينو ويل: هغه د الله زوی دی، او ځينو يې ويل: هغه او مور يې دوه معبودان دي، نو هغو کسانو لره د دردوونکې سزا تباهي ده چې د قيامت ورځ به هغوی انتظار کوي چې پرځانو يې ظلم کړی د عيسی لپاره د الوهيت، يا زوی والي او يا له دريو څخه د يو په صفت بيانولو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزخرف • آیت 64 راتلونکې الزخرف • آیت 66