د دوى مخې ته جهنم دى او د دوى كړي عملونه به د دوى هېڅ په كار رانشي او نه هغه چې دوى له الله نه غیر كارسازان نیولي وو۔ او د دوى لپاره ډېر لوى عذاب دى الجاثية ۴۵:۱۰ ⧉
تفسیر:
له مخې به يې د دوزخ اور وي چې په آخرت کې به يې انتظار کوي، د الله په وړاندې به يې له ترلاسه کړيو مالونو هيڅ ګټه ونه شي رسولای او نه به هغه بوتان چې هغوی نيولي له الله پرته يې لمانځي له دوی څه دفع کړای شي، او هغوی لره د قيامت په ورځ لوی عذاب دی.