دا (قرآن) هدایت دى۔ او هغه كسان چې د خپل رب په ایتونو كافران شوي دي۔؛ د هغوى لپاره د ډېر دردوونكي عذاب سزا ده الجاثية ۴۵:۱۱ ⧉
تفسیر:
دغه کتاب چې موږ پر خپل رسول محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړی د حق لارې ته لارښوونکی دی، او هغه کسان چې د خپل پالونکي لخوا يې د هغه پر رسول نازل کړل شويو آيتونو کفر کړی هغوی لره بد دردوونکی عذاب دی.