Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 12 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ الَّذِي سَخَّرَ لَكُمُ الْبَحْرَ لِتَجْرِيَ الْفُلْكُ فِيهِ بِأَمْرِهِ وَلِتَبْتَغُوا مِنْ فَضْلِهِ وَلَعَلَّكُمْ تَشْكُرُونَ 12
ترجمه:
الله هغه ذات دى چې تاسو لپاره يې سمندر تابع كړى دى، د دې لپاره چې په ده كې كشتۍ د ده په حكم سره روانې شي او د دې لپاره چې تاسو د هغه له فضله لټون وكړئ او د دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ الجاثية ۴۵:۱۲
تفسیر:
الله يوازې هغه ذات دی ای خلکو چې تاسو لره يې دریاب اېل کړی، تر څو د هغه په امر کښتۍ پکې وچليږي، او د ډول ډول روا کسبونو څخه د هغه فضل ولټوئ، کېدای شي پر تاسو د کړي نعمت شکر وباسئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 11 راتلونکې الجاثية • آیت 13