Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 13 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


وَسَخَّرَ لَكُمْ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ جَمِيعًا مِنْهُ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ 13
ترجمه:
او تاسو لپاره يې په كار لګولي دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، په داسې حال كې چې دا ټول د هغه له جانبه (مسخر) دي۔، بېشكه په دغو كې د هغه قوم لپاره یقینًا ډېرې نښې دي چې غور فكر كوي الجاثية ۴۵:۱۳
تفسیر:
او هغه پاک ذات ستاسو لپاره په آسمانونو کې لمر، سپوږمۍ او ستوري او په ځمکه کې نهرونه، ونې، غرونه او نور شيان اېل کړي دي، دغه ټول نعمتونه د هغه پېرزوينه او احسان دی، پرته له شکه ستاسو لپاره د دغو په اېل کولو د الله پر ځواک او د هغه پر يووالي دليلونه دي؛ د هغو خلکو لپاره چې د هغه په آیتونو کې فکر کوي او پند ترې اخلي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 12 راتلونکې الجاثية • آیت 14