دا (قرآن) د خلقو لپاره ښكاره دلیلونه دي او هدایت او رحمت دى د هغه قوم لپاره چې یقین كوي الجاثية ۴۵:۲۰ ⧉
تفسیر:
زموږ پر رسول نازل کړل شوی دغه قرآن درسونه دي چې خلک حق له باطله پرې ويني، او د حق لوري ته لارښوونه ده، او د هغه قوم لپاره رحمت دی چې باور لري، ځکه همدوی هغه کسان دي چې نېغې لارې ته لار مومي، ترڅو يې پالونکی ترې راضي شي، نو جنت ته يې ننه باسي او له اوره يې وژغوري.