Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 21 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ اجْتَرَحُوا السَّيِّئَاتِ أَنْ نَجْعَلَهُمْ كَالَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ سَوَاءً مَحْيَاهُمْ وَمَمَاتُهُمْ ۚ سَاءَ مَا يَحْكُمُونَ 21
ترجمه:
ایا هغو كسانو چې جرمونه يې كړي دي؛ دا ګمان كړى چې مونږ به دوى د هغو كسانو په شان وګرځوو چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، په داسې حال كې چې د دوى ژوند او د دوى مرګ به یو برابر وي، بده ده هغه فیصله چې دوى يې كوي الجاثية ۴۵:۲۱
تفسیر:
آيا هغه کسان چې پر خپلو غړو يې کفر او ګناهونه کړي دي ګومان کوي چې موږ به يې په بدله کې د هغو خلکو غوندې کړو چې پر الله يې ايمان راوړی او نېک عملونه يې کړي دي، په دې ډول چې هغوی به په دنيا او آخرت کې سره برابر وي؟! د هغوی دغه پرېکړه ډېره بده ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 20 راتلونکې الجاثية • آیت 22