او الله اسمانونه او ځمكه په حقه سره پیدا كړي دي او د دې لپاره چې هر نفس ته د هغه عمل بدله وركړى شي چې ده كړى دى، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم نه كولى شي الجاثية ۴۵:۲۲ ⧉
تفسیر:
او الله آسمانونه او زمکه د لوی حکمت له مخې په حقه پيداکړي دي، او هغه يې بې ګټې نه دي پيداکړي، او ترڅو هر چاته د هغه خير او شر بدله ورکړل شي چې تر سره کړي يې دي، او الله پر هغوی د هغوی له نېکيو په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو ظلم نه کوي.