ایا نو تا هغه كس لیدلى دى چې خپل معبود يې خپل خواهش ګرځولى دى او الله هغه په علم باندې ګمراه كړ او د هغه په غوږونو او د هغه په زړه يې مهر ولګاوه، او د هغه په سترګو يې پرده واچوله، نو ده ته به له الله نه بعد څوك هدایت وكړي۔، ایا نو تاسو پند نه اخلئ! الجاثية ۴۵:۲۳ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! وګوره هغه چاته چې د خپلو هوسونو پيروي يې کړې ده او د معبود غوندې يې ګرځولي دي، چې مخالفت يې نه کوي، الله هغه د پوهې سربېره لارورکی کړی دی، ځکه هغه د لارورکۍ وړ دی، د هغه پر زړه يې مهر لګولی چې د ګټې وړ اورېدل نه شي کولای، او الله يې پر سترګو پرده اچولې چې حق نه شي ليدلای، نو څوک دی چې هغه ته دې د حق توفيق ورکړي وروسته تردې چې الله يې لارورکی کړي؟! آيا د هوس د پيروۍ له ضرره او د الله د شريعت د پيروۍ له ګټې پند نه اخلئ؟!.