Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 24 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


وَقَالُوا مَا هِيَ إِلَّا حَيَاتُنَا الدُّنْيَا نَمُوتُ وَنَحْيَا وَمَا يُهْلِكُنَا إِلَّا الدَّهْرُ ۚ وَمَا لَهُمْ بِذَٰلِكَ مِنْ عِلْمٍ ۖ إِنْ هُمْ إِلَّا يَظُنُّونَ 24
ترجمه:
او دوى وايي: دغه (ژوندون) نشته مګر زمونږ دنيايي ژوند چې مړه كېږو او ژوندي كېږو او مونږ نه هلاكوي مګر زمانه۔ او دوى ته په دې خبره هېڅ علم نشته، دوى يواځې ګمانونه چلوي الجاثية ۴۵:۲۴
تفسیر:
د بېرته را ژوندي کېدو څخه نټه کوونکي کافران وايي: ژوند نه دی مګر يوازې همدغه د دنيا ژوند دی، له دې وروسته ژوند نشته، نسلونه مړه کيږي بېرته نه راګرځي، او نور نسلونه پيداکيږي، او موږ يوازې د شپې او ورځې يو پر بل پسې راتلل وژني، او هغوی لره په بېرته را ژوندي کېدو څخه پر نټه کولو پوهه نشته، هغوی يوازې ګومان کوي، او ګومان د حق پر وړاندې هيڅ ګټه نه رسوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 23 راتلونکې الجاثية • آیت 25