Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 34 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 34 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


وَقِيلَ الْيَوْمَ نَنْسَاكُمْ كَمَا نَسِيتُمْ لِقَاءَ يَوْمِكُمْ هَٰذَا وَمَأْوَاكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ نَاصِرِينَ 34
ترجمه:
او وبه ویل شي نن ورځ مونږ تاسو هېروو، لكه چې تاسو د خپلې دې ورځې ملاقات هېر كړى و او ستاسو استوګنه اور دى او تاسو لپاره هیڅوك مدد كوونكي نشته الجاثية ۴۵:۳۴
تفسیر:
او الله به هغوی ته ووايي: نن مو په اور کې پرېږدم، لکه څنګه چې تاسو د دغې ورځې سره مخامخېدل هېر کړي وو، نو په ايمان راوړلو او نېک عمل مو چمتووالی نه ورته نيولو، او هستوګنځی مو چې ورځئ به هغه اور دی، او تاسو لره به مرستندويان نه وي چې د الله عذاب درڅخه دفع کړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 33 راتلونکې الجاثية • آیت 35