Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 35 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 35 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكُمْ بِأَنَّكُمُ اتَّخَذْتُمْ آيَاتِ اللَّهِ هُزُوًا وَغَرَّتْكُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَا ۚ فَالْيَوْمَ لَا يُخْرَجُونَ مِنْهَا وَلَا هُمْ يُسْتَعْتَبُونَ 35
ترجمه:
دا په دې سبب چې یقینًا تاسو د الله ایتونه مسخره ګرځولي وو او تاسو دنيايي ژوند غره (دوكه) كړي وئ۔، نو نن ورځ به له دغه (دوزخ) نه دوى نه ایستل كېږي او نه به له دوى نه د توبې كولو مطالبه كېږي الجاثية ۴۵:۳۵
تفسیر:
دغه ستاسو عذاب چې پرې په عذابېږئ د دې له امله دی چې زموږ آيتونه مو مسخرې ګرځولي وو چې ملنډې مو پرې وهلې، او د دنيا ژوند په خپلو مزو او خوندو سره دوکه کړي وئ، نو نن به دغه زموږ پر آيتونو ملنډې وهونکي کافران له اوره نه اېستل کيږي، بلکې تل ترتله به پکې پاتې کيږي، او د دنيا ژوند ته به نه ګرځول کيږي تر څو نېک عمل وکړي او پالونکی يې ترې راضي شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 34 راتلونکې الجاثية • آیت 36