Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الجاثية — آیت 5 (پښتو) — ویډیو

الجاثية • آیت نمبر 5 (ټولې 37 آيتونه) • پښتو


وَاخْتِلَافِ اللَّيْلِ وَالنَّهَارِ وَمَا أَنْزَلَ اللَّهُ مِنَ السَّمَاءِ مِنْ رِزْقٍ فَأَحْيَا بِهِ الْأَرْضَ بَعْدَ مَوْتِهَا وَتَصْرِيفِ الرِّيَاحِ آيَاتٌ لِقَوْمٍ يَعْقِلُونَ 5
ترجمه:
او د شپې او ورځې په اختلاف كې او په هغه كې چې الله له اسمان (بره) نه رزق (باران) نازل كړى دى، بیا يې په هغه سره ځمكه د هغې له مرګ نه پس راژوندۍ كړې ده او د هواګانو په بدلولو رابدلولو كې د هغو خلقو لپاره نښې دي چې له عقل نه كار اخلي الجاثية ۴۵:۵
تفسیر:
او د شپې ورځې په يو بل پسې راتلو کې، او په هغه باران کې چې الله له آسمانه را اورولی، ځمکه يې په شنه کولو پرې ژوندۍ کړې وروسته تر دې چې هغه مړه وه هيڅ شينګيا پکې نه وه، او له يو لوري او بل لوري د بادونو په راوستلو کې ستاسو لپاره ګټې دي، د هغه قوم لپاره دليلونه دي چې له عقله کار اخلي، چې د الله پر يووالي او د هغه لخوا پر بېرته را ژوندي کولو او پر هر څه د ځواکمنتيا په اړه يې استدلال پرې کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الجاثية • آیت 4 راتلونکې الجاثية • آیت 6