دغه د الله دلیلونه دي چې مونږ يې په حقه سره په تا لولو، نو دوى به د الله او د هغه له ایتونو نه وروسته په كومې خبرې ایمان راوړي؟ الجاثية ۴۵:۶ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! دغه آيتونه او دليلونه چې موږ يې پر تا په حقه لولو، که چېرې هغوی د الله پر خپل بنده را نازله کړې خبره او حجتونو ايمان نه راوړي، نو له دې وروسته به پر کومه خبره ايمان راوړي او کوم دليلونه به له هغه وروسته ومني؟!