حال دا چې له ده نه مخكې د موسٰی كتاب و، چې لار ښوونكى او رحمت و او دا (قرآن) یو تصدیق كوونكى كتاب دى، په داسې حال كې چې په عربي ژبه دى، د دې لپاره چې هغه كسان ووېروي چې ظلم یې كړى دى او نېكي كوونكو لپاره زېرى دى الأحقاف ۴۶:۱۲ ⧉
تفسیر:
او له دغه قرآن مخکې تورات هغه کتاب دی چې الله تعالی پر موسی عليه السلام د داسې لارښود په توګه چې حق ته پرې لار موندل کيږي او د هغه چا لپاره د رحمت په توګه نازل کړی چې ايمان يې پرې راوړی او له بني اسرائيلو يې پيروي کړې ده، او دغه پر محمد صلی الله عليه وسلم نازل کړل شوی قرآن په عربي ژبه داسې کتاب دی چې د مخکېنيو کتابونو تصديقوونکی دی، ترڅو هغه کسان پرې ووېروي چې پر الله د شرک او ګناهونو په ترسره کولو سره يې پر ځانونو ظلم کړی دی، او د هغو نېکي کوونکو لپاره زېری دی چې له خپل پيداکوونکي او د هغه له مخلوق سره يې اړيکه سمه کړې ده.