Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 11 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَقَالَ الَّذِينَ كَفَرُوا لِلَّذِينَ آمَنُوا لَوْ كَانَ خَيْرًا مَا سَبَقُونَا إِلَيْهِ ۚ وَإِذْ لَمْ يَهْتَدُوا بِهِ فَسَيَقُولُونَ هَٰذَا إِفْكٌ قَدِيمٌ 11
ترجمه:
او كافران شویو كسانو د هغو كسانو په هكله وویل چې ایمان يې راوړى دى: كه چېرې دا (ایمان، قرآن) خیر (او غوره كار) وى، نو دوى به ده ته زمونږ نه مخكې شوي نه وو۔ او چونكه دغو (كافرانو) په دغه (قرآن) سره نېغه لاره ونه موندله، نو ځكه دوى به ضرور وايي: دا ډېر پخواني دروغ دي الأحقاف ۴۶:۱۱
تفسیر:
او هغو کسانو چې پر قرآن او هغه څه يې کفر کړی چې رسولانو يې ورته راوړي دي، وایي: که چېرې هغه څه چې محمد ورسره راغلی دی حق وای چې ښېګڼې ته يې لارښوونه کولای، نو دغه بې وزله، مرېيان او کمزوري به له موږ ور مخکې شوي نه وای. او د دې له امله چې هغوی هغه څه ته لار ونه مونده چې رسول يې ورته راوړی و، نو ژر ده چې وايي به: له دغه څه سره چې موږ ته راغلی پخواني درواغ دي او موږ د درواغو پيروي نه کوو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 10 راتلونکې الأحقاف • آیت 12