Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 10 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ كَانَ مِنْ عِنْدِ اللَّهِ وَكَفَرْتُمْ بِهِ وَشَهِدَ شَاهِدٌ مِنْ بَنِي إِسْرَائِيلَ عَلَىٰ مِثْلِهِ فَآمَنَ وَاسْتَكْبَرْتُمْ ۖ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 10
ترجمه:
ته (دوى ته) ووايه: تاسو ما ته خبر راكړئ كه چېرې دا (قرآن) د الله له جانبه وي او تاسو په ده سره كافران شوي یئ او د بني اسرائیلو یو ګواه د دې په مثل سره ګواهي كړې ده، پس هغه ایمان راوړ او تاسو لويي وكړه، بېشكه الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي الأحقاف ۴۶:۱۰
تفسیر:
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو ته ووايه: خبر را کړئ که چېرې دغه قرآن د الله له لوري وي او تاسو کفر پرې کړی وي، او له بني اسرائيلو يو شاهد د هغه په شان کې پرهغه څه چې په تورات کې راغلي د باور له مخې پرې شاهدي هم ورکړې وي چې هغه د الله له لوري دی، هغه ايمان هم پرې راوړی وي، او تاسو له ايمان راوړلو لويي ترې کړې وي، نو داسې مهال به تاسو ظالمان نه ياست؟! له شک پرته الله ظالمو خلکو ته د حق توفيق نه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 9 راتلونکې الأحقاف • آیت 11