Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 9 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


قُلْ مَا كُنْتُ بِدْعًا مِنَ الرُّسُلِ وَمَا أَدْرِي مَا يُفْعَلُ بِي وَلَا بِكُمْ ۖ إِنْ أَتَّبِعُ إِلَّا مَا يُوحَىٰ إِلَيَّ وَمَا أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ مُبِينٌ 9
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: زه په رسولانو كې اول (او نوى رسول) نه یم (بلكې له ما نه مخكې هم رسولان تېر شوي) او زه بېخي نه پوهېږم چې زما سره او تاسو سره به څه كولى شي، زه خو يواځې د هغه څه پیروي كوم چې ما ته وحي كولى شي او زه خو يواځې ښكاره وېروونكى یم الأحقاف ۴۶:۹
تفسیر:
ای رسوله! دغو ستا د نبوت درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: زه کوم لومړنی رسول نه يم چې الله را لېږلی وي، نو تاسو زما له خوا ستاسو بلنه عجيبه ګڼئ، له ما مخکې ډېر رسولان تېر شوي، زه نه پوهېږم الله به پرما او پر تاسو په دنيا کې څه کوي، که چېرې زه د هغه څه پيروي ونه کړم چې الله يې راته وحي کوي، نو نه څه وايم او نه څه کوم مګر له هغه څه سره سم چې راته وحي کيږي، او زه يوازې داسې وېروونکی يم چې د الله له سزا څخه مو په څرګنده وېرونې سره وېروم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 8 راتلونکې الأحقاف • آیت 10