Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 20 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَيَوْمَ يُعْرَضُ الَّذِينَ كَفَرُوا عَلَى النَّارِ أَذْهَبْتُمْ طَيِّبَاتِكُمْ فِي حَيَاتِكُمُ الدُّنْيَا وَاسْتَمْتَعْتُمْ بِهَا فَالْيَوْمَ تُجْزَوْنَ عَذَابَ الْهُونِ بِمَا كُنْتُمْ تَسْتَكْبِرُونَ فِي الْأَرْضِ بِغَيْرِ الْحَقِّ وَبِمَا كُنْتُمْ تَفْسُقُونَ 20
ترجمه:
او هغه ورځ (یاده كړه) چې كافران شوي كسان به اور ته پېش كولى شي (او ورته به وویل شي:) تاسو خپل خوندونه (او نعمتونه) په خپل دنيايي ژوند كې ختم كړي دي او تاسو له هغو نه فايده اخيستې ده، نو نن ورځ به تاسو ته د ذلت د عذاب بدله دركولى شي، په سبب د دې چې تاسو به په ځمكه كې ناحقه تكبر كاوه او په سبب د دې چې تاسو به نافرماني كوله الأحقاف ۴۶:۲۰
تفسیر:
او په کومه ورځ چې پیش کړی شي اور ته هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی او د هغه رسولان يې درواغجن ګڼلي دي ترڅو پکې عذاب ورکړل شي، هغوی ته به د ګوت څنډنې او کواښ په توګه وويل شي: تاسو مو د دنيا په ژوند کې خپل خوندور څيزونه يووړل، او هلته مو له مزو ګټه پورته کړه، خو نن ورځ به تاسو ته په داسې عذاب سزا درکړل شي چې سپکوي مو او رسوا کوي مو، پرته له حقه په ځمکه کې ستاسو د لويي له امله، او په کفر او ګناهونو سره د الله له پيروۍ څخه ستاسو د وتلو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 19 راتلونکې الأحقاف • آیت 21