Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 19 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 19 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَلِكُلٍّ دَرَجَاتٌ مِمَّا عَمِلُوا ۖ وَلِيُوَفِّيَهُمْ أَعْمَالَهُمْ وَهُمْ لَا يُظْلَمُونَ 19
ترجمه:
او د هرې یوې (ډلې) لپاره د دوى د كړو عملونو په سبب (بېلې بېلې) مرتبې دي، او د دې لپاره چې دوى ته د دوى عملونه پوره وركړي، په داسې حال كې چې په دوى به ظلم ونه كړى شي الأحقاف ۴۶:۱۹
تفسیر:
او دواړو د جنتيانو او دوزخيانو ډلو لره به د هغوی د کړنو سره سمې مرتبې وي، نو د جنتیانو مرتبې به لوړې درجې وي او د دوزخيانو مرتبې به ښکته درجې وي، ترڅو الله هغوی ته د هغوی د کړنو بشپړه بدله ورکړي او د قيامت په ورځ به د هغوی له نېکيو څخه په کمولو او په بديو کې يې په زياتولو پر هغوی ظلم نه کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 18 راتلونکې الأحقاف • آیت 20