Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 18 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ حَقَّ عَلَيْهِمُ الْقَوْلُ فِي أُمَمٍ قَدْ خَلَتْ مِنْ قَبْلِهِمْ مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ إِنَّهُمْ كَانُوا خَاسِرِينَ 18
ترجمه:
دغه هغه كسان دي چې په دوى باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، په هغو امتونو كې چې له دوى نه مخكې تېر شوي دي له پېریانو او انسانانو ځنې، بېشكه دوى تاوانیان وو الأحقاف ۴۶:۱۸
تفسیر:
دا هغه کسان دي چې له هغوی مخکې د پېريانو او انسانانو د ولسونو په ډله کې پرې عذاب واجب شوی، له شک پرته هغوی تاوانيان دي، داسې چې ځانونه او کورنۍ يې اور ته په ننه اېستلوسره تاوانيان کړل.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 17 راتلونکې الأحقاف • آیت 19