Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 17 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِي قَالَ لِوَالِدَيْهِ أُفٍّ لَكُمَا أَتَعِدَانِنِي أَنْ أُخْرَجَ وَقَدْ خَلَتِ الْقُرُونُ مِنْ قَبْلِي وَهُمَا يَسْتَغِيثَانِ اللَّهَ وَيْلَكَ آمِنْ إِنَّ وَعْدَ اللَّهِ حَقٌّ فَيَقُولُ مَا هَٰذَا إِلَّا أَسَاطِيرُ الْأَوَّلِينَ 17
ترجمه:
او هغه سړى چې خپل مور او پلار ته يې وویل: تاسو دواړو ته دې خرابي وي (زه له تاسو دواړو زړه تنګى یم) ایا تاسو ما ته دا وعده راكوئ چې زه به (ژوندى) راوېستلى كېږم، حال دا چې له ما نه مخكې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي او هغو دواړو الله ته فریاد كاوه (او ورته ویل يې:) تا لره هلاكت دى، ایمان راوړه! بېشكه د الله وعده حقه ده۔، نو دى (په جواب كې) وايي: دا نه دي مګر د ړومبنو خلقو باطلې قصې الأحقاف ۴۶:۱۷
تفسیر:
او هغه کس چې خپل مور او پلار ته يې وويل: تاسو لره دي تباهي وي، آيا تاسو ماته ژمنه راکوئ چې له مرګ وروسته به زه بېرته له قبره ژوندی راوځم، حال دا چې ډېرې پېړۍ تېرې شوې دي، او خلک پکې مړ شوي او له هغوی هيڅوک هم بېرته نه دي ژوندي شوي؟! او مور او پلار يې له الله څخه مرسته غواړي چې زوی ته يې د ايمان لار وښيي، او دوی دواړه زوی ته وايي: تا لره به تباهي وي که پر بېرته ژوندي کېدو ايمان را نه وړې، نو ايمان پرې راوړه، له شک پرته د بېرته را ژوندي کېدو په اړه د الله ژمنه حق ده، هيڅ شک پکې نشته، خو هغه د بېرته را ژوندي کېدو څخه د نوي نټه کوونکي په توګه وايي: دا د بېرته راژوندي کېدو په اړه چې څه ويل کيږي دا يوازې له پخوانيو کتابونو څخه را نقل شوې دي او هغه څه دي چې هغوی ليکلي دي، له الله څخه ثابت نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 16 راتلونکې الأحقاف • آیت 18