Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 16 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 16 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


أُولَٰئِكَ الَّذِينَ نَتَقَبَّلُ عَنْهُمْ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَنَتَجَاوَزُ عَنْ سَيِّئَاتِهِمْ فِي أَصْحَابِ الْجَنَّةِ ۖ وَعْدَ الصِّدْقِ الَّذِي كَانُوا يُوعَدُونَ 16
ترجمه:
دغه كسان دي چې مونږ له دوى نه د دوى په عملونو كې تر ټولو ښه قبلوو او د دوى له ګناهونو نه تېرېږو، په داسې حال كې چې د جنت په ملګرو كې به وي (الله كړې ده) هغه رښتینې وعده چې له دوى سره یې وعده كولى شوه الأحقاف ۴۶:۱۶
تفسیر:
دا هغه کسان دي چې کوم غوره کارونه يې کړي هغه ترې قبلوو، او له بديو يې ور تېرېږو، پر هغو يې نه نيسو، او هغوی په ټوله کې له جنتیانو دي، دغه ژمنه چې ورسره شوې ده حق ژمنه ده، هرومرو به ترسره کيږي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 15 راتلونکې الأحقاف • آیت 17