Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 15 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 15 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَوَصَّيْنَا الْإِنْسَانَ بِوَالِدَيْهِ إِحْسَانًا ۖ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ كُرْهًا وَوَضَعَتْهُ كُرْهًا ۖ وَحَمْلُهُ وَفِصَالُهُ ثَلَاثُونَ شَهْرًا ۚ حَتَّىٰ إِذَا بَلَغَ أَشُدَّهُ وَبَلَغَ أَرْبَعِينَ سَنَةً قَالَ رَبِّ أَوْزِعْنِي أَنْ أَشْكُرَ نِعْمَتَكَ الَّتِي أَنْعَمْتَ عَلَيَّ وَعَلَىٰ وَالِدَيَّ وَأَنْ أَعْمَلَ صَالِحًا تَرْضَاهُ وَأَصْلِحْ لِي فِي ذُرِّيَّتِي ۖ إِنِّي تُبْتُ إِلَيْكَ وَإِنِّي مِنَ الْمُسْلِمِينَ 15
ترجمه:
او مونږ انسان ته له خپل مور او پلار سره د نېكۍ كولو كلك حكم كړى دى۔، د ده مور دى د سختۍ په حالت كې (په خېټه كې) پورته كړى او دى يې د سختۍ په حالت كې زېږولى دى او د ده حمل او له تي نه د ده، پرېكولو (غوڅولو، د دواړو) موده دېرش میاشتې ده، تر هغه پورې چې كله دى خپل قوت ته ورسېده او څلوېښتو كالو ته ورسېده، ده وویل: اى زما ربه! ته ما ته (الهام او) توفیق راكړه چې زه ستا د هغه نعمت شكر ادا كړم چې تا په ما او زما په مور و پلار انعام كړى دى او دا چې زه داسې نېك عمل وكړم چې ته يې خوښوې او ته زما په اولاد كې صلاحیت (او نېكي) كېږده، بېشكه ما تا ته توبه كړې ده او بېشكه زه له مسلمانانو ځنې یم الأحقاف ۴۶:۱۵
تفسیر:
او انسان ته مو په ټينګه امر کړی چې له خپل موراوپلار سره ښېګڼه وکړي، چې د هغوی په ژوند کې او د هغوی له مرګ وروسته په هغه څه کې نيکي ورسره وکړي چې په هغو کې د شريعت مخالفت نه وي، او په ځانګړي ډول له مور سره يې چې په سختۍ يې په ګېډه کې و، او په سختۍ يې وزېږولو، او د هغه په ګېډه کېدو او له تي څخه بېلېدو نېټه دېرش مياشتې ده، کله يې چې دواړه عقلي او بدني ځواکونه بشپړ شول او څلوېښت کلنۍ ته ورسېد ويې ويل: ای زما پالونکيه! ماته وښيه چې پر هغه پېرزوينه چې ما او زما پر موراوپلار دې کړې ستا شکر وباسم، او دا راته وښيه چې داسې ښه کار وکړم چې ته پرې خوښ شې او له ما يې قبول کړه، او زما اولادونه راته نېک کړه، ما تاته له خپلو ګناهونو توبه اېستلې ده او زه ستا پيروۍ ته له غاړه اېښودونکو څخه يم او ستا امرونو ته سر ټيټوونکی يم.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 14 راتلونکې الأحقاف • آیت 16