Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 23 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


قَالَ إِنَّمَا الْعِلْمُ عِنْدَ اللَّهِ وَأُبَلِّغُكُمْ مَا أُرْسِلْتُ بِهِ وَلَٰكِنِّي أَرَاكُمْ قَوْمًا تَجْهَلُونَ 23
ترجمه:
ده وویل: بېشكه همدا خبره ده چې (د عذاب د راتلو) علم خو له الله سره دى او زه تاسو ته هغه څه دررسوم چې په هغو سره زه رالېږل شوى یم او لېكن زه تاسو داسې قوم وینم چې له جهالت نه كار اخلئ الأحقاف ۴۶:۲۳
تفسیر:
هغه وويل: د عذاب د راتلو پر وخت يوازې الله پوهيږي، ماته پرې کومه پوهه نشته، زه يو استازی يم هغه څه درته رسوم چې پرې لېږل شوی يم، خو زه وينم تاسو داسې خلک ياست چې ناپوهي کوئ هغه څه پرېږدئ چې ګټه مو ده پکې او هغه څه کوئ چې زيان مو دی پکې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 22 راتلونکې الأحقاف • آیت 24