Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 24 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا رَأَوْهُ عَارِضًا مُسْتَقْبِلَ أَوْدِيَتِهِمْ قَالُوا هَٰذَا عَارِضٌ مُمْطِرُنَا ۚ بَلْ هُوَ مَا اسْتَعْجَلْتُمْ بِهِ ۖ رِيحٌ فِيهَا عَذَابٌ أَلِيمٌ 24
ترجمه:
نو كله چې دوى هغه (عذاب) ولیده، چې د پلنې ورېځې په شكل كې د دوى میدانونو ته مخ كوونكى و، دوى وویل: دا پلنه ورېځ ده، پر مونږ باران وروونكې ده، (نو هود وویل) بلكې دا هغه (عذاب) دى چې تاسو د ده تلوار كاوه، باد دى چې په ده كې دردوونكى عذاب دى الأحقاف ۴۶:۲۴
تفسیر:
نو بيا چې کله هغه عذاب ورته راغی چې په اړه يې دوی بيړه کوله، د اسمان په لوري کې يې خوره ورېځ وليده چې د هغوی شېلو (ناوونو) ته يې مخه کړې وه هغوی وويل: دغه خوره ورېځ موږ ته باران رسوونکې ده، هود ورته وويل: امر داسې نه دی لکه تاسو يې چې ګومان کوئ چې هغه باران اوروونکې ورېځ ده، بلکې هغه داسې عذاب دی چې تاسو يې په اړه بيړه کوله، هغه داسې باد دی چې دردوونکی عذاب دی پکې.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 23 راتلونکې الأحقاف • آیت 25