Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 28 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


فَلَوْلَا نَصَرَهُمُ الَّذِينَ اتَّخَذُوا مِنْ دُونِ اللَّهِ قُرْبَانًا آلِهَةً ۖ بَلْ ضَلُّوا عَنْهُمْ ۚ وَذَٰلِكَ إِفْكُهُمْ وَمَا كَانُوا يَفْتَرُونَ 28
ترجمه:
نو د دوى مرسته هغو (معبودانو) ولې ونه كړه چې دغو (خلقو دوى) د تقرب لپاره له الله نه غیر معبودان ګرځولي وو، بلكې دغه (معبودان په دغه وخت كې) له دوى نه ورك شول او دغه د دوى غټ دروغ دي او هغه څه دي چې دوى به له ځانه جوړول الأحقاف ۴۶:۲۸
تفسیر:
ولې يې هغو بوتانو مرسته ونه کړه چې له الله پرته يې معبودان ګرځولي وو ترڅو د هغو په لمانځنه او پر نوم يې د ذبحې له امله هغو ته نېږدې شي؟! هيڅ مرسته يې ورسره ونه کړه، بلکې په داسې حالت کې ترې ورک شول چې سخته اړتيا يې ورته لرله، دا د هغوی د هغه درواغو او تور له امله چې هغوی يې خپلو ځانوته ډاډ پرې ورکړی وو چې دغه بوتان به هغوی ته ګټه رسوي او د الله په وړاندې به يې سپارښت کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 27 راتلونکې الأحقاف • آیت 29