Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 29 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَإِذْ صَرَفْنَا إِلَيْكَ نَفَرًا مِنَ الْجِنِّ يَسْتَمِعُونَ الْقُرْآنَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوا أَنْصِتُوا ۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوْا إِلَىٰ قَوْمِهِمْ مُنْذِرِينَ 29
ترجمه:
او هغه وخت (یاد كړه) چې مونږ تا ته د پېریانو یوه ډله راوګرځوله، چې قرآن به اوري، نو كله چې دوى ده (قرآن) ته حاضر شول، نو ويې ويل: چوپ شئ! نو كله چې (د قرآن تلاوت) تمام كړى شو (نو) دوى خپل قوم ته بېرته وګرځېدل، په داسې حال كې چې وېروونكي وو الأحقاف ۴۶:۲۹
تفسیر:
ای رسوله! در په ياد کړه کله مو چې يوه ډله پېريان درولېږل ترڅو پرتا نازل شوی قرآن واوري، کله چې يې اورېدلو ته حاضر شول، ځينو يې ځينو ته وويل: غوږ ونيسئ ترڅو يې سم واورو، کله چې رسول صلی الله عليه وسلم لوستل پای ته ورسول، هغوی يې خپل قوم ته راوګرځېدل ترڅو يې د الله له عذابه ووېروي که چېرې پر دغه قرآن ايمان رانه وړي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 28 راتلونکې الأحقاف • آیت 30