او ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه هغه الله چې اسمانونه او ځمكه يې پیدا كړي دي او د دغو په پیدا كولو سره نه دى ستړى شوى، یقینًا په دې قادر دى چې مړي ژوندي كړي؟ ولې نه! بېشكه هغه په هر شي باندې ښه قادر دى الأحقاف ۴۶:۳۳ ⧉
تفسیر:
آيا دغه د بېرته راژوندي کېدو درواغ ګڼونکي مشرکان نه ويني، چې الله هغه ذات دی چې اسمانونه يې پيداکړي او ځمکه يې پيداکړې ده او د هغو د لوی والي او پرخوالي سربېره پيداکولو يې نه دی بې وسې کړی، هغه پردې ځواکمن دی چې د حساب او بدلې لپاره مړي را ژوندي کړي؟! ولې نه، پرته له شکه هغه هرومرو د هغوی پر ژوندي کولو ځواکمن دی، بېشکه هغه پاک ذات پر هرڅه وسي دی، نو د مړو له ژوندي کولو نه به وسې کيږي.