Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحقاف — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

الأحقاف • آیت نمبر 32 (ټولې 35 آيتونه) • پښتو


وَمَنْ لَا يُجِبْ دَاعِيَ اللَّهِ فَلَيْسَ بِمُعْجِزٍ فِي الْأَرْضِ وَلَيْسَ لَهُ مِنْ دُونِهِ أَوْلِيَاءُ ۚ أُولَٰئِكَ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 32
ترجمه:
او څوك چې د الله د بلونكي خبره قبوله نه كړي، نو دغه كس په ځمكه كې (الله لره) عاجزه كوونكى نه دى او د ده لپاره له دغه (الله) نه غیر هېڅ كارسازي (او مددګاران) نشته او دغه كسان په ښكاره ګمراهۍ كې دي الأحقاف ۴۶:۳۲
تفسیر:
او څوک چې د محمد صلی الله عليه وسلم هغه حق خبره ونه مني چې وربولي يې، نو په ځمکه کې به هيڅکله په تېښته له الله څخه ونه ژغورل شي، او له الله پرته هغه لره دوستان هم نشته چې له عذابه يې وساتي، او له دغه خلکو څخه په ښګاره توګه د حق لار ورکه ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحقاف • آیت 31 راتلونکې الأحقاف • آیت 33