ایا نو دوى په ځمكه كې نه ګرځې، نو چې ووینې چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، الله په دوى تباهي راوسته، او د كافرانو لپاره د دغه (انجام) په مثل مثالونه شته محمد ۴۷:۱۰ ⧉
تفسیر:
آيا دغه درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، تر څو یې لیدلی وای چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه شوه کومو چې تکذيب کړی وو، پايله يې ډېره دردوونکې وه، الله پر هغوی هستوګنځي ور چپه کړل، هغوی يې تباه کړل، د هغوی اولادونه او مالونه يې ورتباه کړل، او د کافرانو لپاره به په هرځای او هر وخت کې دا ډول سزاوې وي.