دا ځكه چې یقینًا دوى هغه (قرآن) بد ګڼلى دى چې الله نازل كړى دى، نو هغه (الله) د دوى عملونه برباد كړل محمد ۴۷:۹ ⧉
تفسیر:
پر هغوی دغه پرېوتونکې سزا له دې امله ده ځکه هغوی هغه څه بد وګڼل چې الله له قران څخه پر خپل رسول نازل کړي و، ځکه په هغو کې د الله يووالی و، نو الله د هغوی کړنې له منځه يوړې، نو هغوی په دنيا او آخرت کې زيانمن شول.