Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 13 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 13 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


وَكَأَيِّنْ مِنْ قَرْيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةً مِنْ قَرْيَتِكَ الَّتِي أَخْرَجَتْكَ أَهْلَكْنَاهُمْ فَلَا نَاصِرَ لَهُمْ 13
ترجمه:
او ډېر داسې كلي چې هغه ستا له هغه كلي نه چې ته يې اېستلى يې؛ په قوت كې زیات سخت وو؛ مونږ هغوى هلاك كړل، نو د هغوى هیڅوك مددګار نه و محمد ۴۷:۱۳
تفسیر:
او د پخوانيو امتونو له کليو څخه څومره داسې کلي وو چې د ځواک له پلوه پياوړي او د مالونو او اولادونو له پلوه د هغې مکې څخه زيات وو چې خلکو يې ته ترې اېستلی يې، موږ هغوی تباه کړل ځکه هغوی يې رسولان درواغجن وګڼل، نو هغوی لره کوم مرستندوی نه و چې د الله له عذابه يې ژغورلي وای کله چې ورته راغی، نو د مکې د خلکو تباهي مو هم نه شي بې وسې کولای که مو هغه وغوښتله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 12 راتلونکې محمد • آیت 14