Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 14 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


أَفَمَنْ كَانَ عَلَىٰ بَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّهِ كَمَنْ زُيِّنَ لَهُ سُوءُ عَمَلِهِ وَاتَّبَعُوا أَهْوَاءَهُمْ 14
ترجمه:
ایا نو هغه كس چې د خپل رب له جانبه په ښكاره دلیل (روان) وي د هغه كس په شان دى چې هغه ته خپل بد عمل ښايسته كړى شوى وي او دوى د خپلو خواهشاتو پیروي كړې وي محمد ۴۷:۱۴
تفسیر:
آيا هغه څوک چې د خپل پالونکي له لورې ښکاره دليل او څرګند حجت ولري او په بصيرت سره یې عبادت کوي، د هغه چا غوندې دی چې شيطان يې ناوړه کړنه ورته ښايسته کړې او د هغه څه پيروي يې کړې چې نفسي غوښتنو يې ورکاږه کړي دي لکه د بوتانو عبادت، د ګناهونو ترسره کول او د رسولانو درواغجن ګڼل؟!.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 13 راتلونکې محمد • آیت 15