نو ته پوه شه چې بېشكه شان دا دى چې د عبادت هېڅ لايق نشته مګر الله دى او د خپلې ګناه مغفرت وغواړه او د مومنو سړیو او مومنو ښځو لپاره هم، او الله ستاسو په ګرځېدنځى او اوسېدنځى عالِم دى محمد ۴۷:۱۹ ⧉
تفسیر:
نو ای رسوله! ډاډمن اوسه( پر دې چې) له الله پرته بل معبود نشته، او د خپلوګناهونو، د مؤمنو نارينه او مؤمنو ښځينه وو لپاره له الله نه بښنه وغواړه، الله ستاسو د ورځې په تصرف او د شپې په هستوګنځي پوهيږي، له دې څېزونو څخه هیڅ هم له الله څخه پټ ندي.