او هغه كس چې ایمان يې راوړى دى، وايي: ولې یو (داسې) سورت نه نازلول كېږي (چې د جهاد حكم په كې وي)، نو كله چې یو محكم سورت نازل كړى شي او په هغه كې جنګ یاد كړى شوى وي (نو) ته به هغه كسان وینې چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) مرض دى، چې تا ته به ګوري د هغه كس د كتو په شان چې په هغه د مرګ له وجې بې هوشي راغلې وي، نو د دوى لپاره دې هلاكت وي محمد ۴۷:۲۰ ⧉
تفسیر:
او هغه کسان چې پر الله يې ايمان راوړی په دې هيله چې الله يې پر خپل رسول داسې يو سورت را نازل کړي چې د جهاد پر حکم مشتمل وي وايي: ولې الله داسې سورت نازل نه کړ چې د جهاد بيان وي پکې، خو کله چې الله داسې سورت رانازل کړ چې په خپل بيان او حکمونو کې محکم دی د جهاد بيان پکې راغلی، ای رسوله! له منافقانو به هغه کسان چې په زړونو کې يې د شک ناروغي ده ووينې داسې به درته ګوري لکه پر چا چې د سختې وېرې او ډار پرده خوره وي، نو الله هغوی ته ژمنه ورکوي چې د هغوی عذاب رارسېدلی او نېږدې دی دغه عذاب په سبب د یریدلو د دوی او په شا کیدلو د دوی له جهاده.