Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 24 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


أَفَلَا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ أَمْ عَلَىٰ قُلُوبٍ أَقْفَالُهَا 24
ترجمه:
ایا نو دوى په قرآن كې فكر نه كوي، بلكې (د دوى) په زړونو د دغو تالې پرتې دي محمد ۴۷:۲۴
تفسیر:
ولې دغو له قرآنه مخ اړوونکو غور نه دی کړی او په هغو کې يې فکر نه دی کړی؟! که چېرې يې غور پکې کړی وای، نو هرې ښېګڼې ته به يې د هغوی لارښوونه کړې وای، او له هر شره به يې لرې کړي وای، يا د دغو خلکو پر زړونو داسې تالې دي چې تړل يې ور محکم کړي دي، چې هيڅ پند نه ورته رسيږي، او هيڅ نصيحت ګټه نه ورته رسوي؟!
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 23 راتلونکې محمد • آیت 25