بېشكه هغه كسان چې په خپلو شاګانو (له ایمانه) بېرته ګرځېدلي دي، وروسته له دې چې دوى ته هدایت ښكاره شو، دوى ته شیطان (خپل عملونه) ښايسته كړي دي او دوى ته يې مهلت ښكاره كړى دى محمد ۴۷:۲۵ ⧉
تفسیر:
پرته له شکه هغه کسان چې له ايمانه کفر او نفاق ته ورګرځېدلي، وروسته لدې چې حجت پرې قائم شو، او د نبي صلی الله عليه وسلم رېښتينولي هم ورته څرګنده شوه، همغه شيطان دی چې هغوی ته يې کفراو نفاق ښايسته کړی او آسانه کړی، او د ارزو په اوږدوالي يې هيله مند کړي دي.