Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 26 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَالُوا لِلَّذِينَ كَرِهُوا مَا نَزَّلَ اللَّهُ سَنُطِيعُكُمْ فِي بَعْضِ الْأَمْرِ ۖ وَاللَّهُ يَعْلَمُ إِسْرَارَهُمْ 26
ترجمه:
دغه په دې سبب چې یقینًا دوى هغو كسانو ته، چې دغه (قرآن) بد ګڼي چې الله نازل كړى دى، وویل: په ځینو كارونو كې به مونږ ژر ستاسو حكم ومنو۔ او الله د دوى په پټو خبرو پوهېږي محمد ۴۷:۲۶
تفسیر:
دغه هغوی ته حاصله شوې لار ورکي له دې امله ده چې هغوی په پټه هغو مشرکانو ته ویل چې د الله له لوري د هغه پر رسول نازله کړې وحي به يې نه خوښوله، موږ به زر په ځينو چارو لکه له جګړې څخه په وروسته پاتې کېدو کې ستاسو پيروي وکړو، او الله پر هغه څه پوهيږي چې هغوی يې څرګندوي او پټوي، پر هغه هيڅ هم پټ نه دي، نو څه ته يې چې خوښه شي خپل رسول صلی الله عليه وسلم ته يې ښکاره کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 25 راتلونکې محمد • آیت 27