دغه په دې سبب چې یقینًا دوى د هغه شي متابعت وكړ چې الله يې ناراضه كړ او دوى د هغه رضامندي بده وګڼله، نو هغه د دوى عملونه برباد كړل محمد ۴۷:۲۸ ⧉
تفسیر:
دغه سزا له دې امله ده چې هغوی له کفر، نفاق، د الله او د هغه د رسول له دښمنۍ د هر هغه څه پيروي وکړه چې پر هغوی يې الله په غوسه کړ، او پر الله له ايمان راوړلو او د هغه د رسول له پيروۍ يې هغه څه بد وګڼل چې خپل پالونکي ته يې نېږدې کول، او د هغه خوښي یې ور په برخه کوله، نو هغه کړنې يې له منځه ور يووړې.