Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 29 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


أَمْ حَسِبَ الَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ أَنْ لَنْ يُخْرِجَ اللَّهُ أَضْغَانَهُمْ 29
ترجمه:
ایا هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د نفاق) بېماري ده؛ دا ګمان كړى دى چې الله به د دوى پټې كينې له سره نه څرګندوي محمد ۴۷:۲۹
تفسیر:
آيا له منافقانو هغه کسان چې په زړونو کې يې شک دی ګومان کوي چې الله به هيڅکله د هغوی کينې را ونه باسي او ښکاره به يې نه کړي؟! هرومرو به يې په ازمويلو سره را وباسي، ترڅو د ايمان رېښتينی له درواغجن څخه بېل شي، مؤمن څرګند او منافق رسوا شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 28 راتلونکې محمد • آیت 30