كه هغه له تاسو نه دغه (مال) وغواړي، پس په تاسو ښه كوشش وكړي (نو) تاسو به بخل وكړئ، او هغه (الله) به ستاسو پټې كينې راوباسي محمد ۴۷:۳۷ ⧉
تفسیر:
که چېرې هغه له تاسو مو ټول مالونه وغواړي او له تاسې په غوښتنه ټينګار وکړي، تاسې به بخيلي پرې وکړئ، او په زړونو کې مو چې د هغه په لار کې د لګولو لپاره کوم بد ګڼل دي هغه به را وباسي، نو پر تاسو د مهربانۍ له مخې يې د هغو غوښتنه درڅخه پرې اېښې ده.