Landscape MP4 Vertical MP4

سورت محمد — آیت 38 (پښتو) — ویډیو

محمد • آیت نمبر 38 (ټولې 38 آيتونه) • پښتو


هَا أَنْتُمْ هَٰؤُلَاءِ تُدْعَوْنَ لِتُنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَمِنْكُمْ مَنْ يَبْخَلُ ۖ وَمَنْ يَبْخَلْ فَإِنَّمَا يَبْخَلُ عَنْ نَفْسِهِ ۚ وَاللَّهُ الْغَنِيُّ وَأَنْتُمُ الْفُقَرَاءُ ۚ وَإِنْ تَتَوَلَّوْا يَسْتَبْدِلْ قَوْمًا غَيْرَكُمْ ثُمَّ لَا يَكُونُوا أَمْثَالَكُمْ 38
ترجمه:
خبردار شئ! تاسو اى دغو كسانو! تاسو رابللى شئ، د دې لپاره چې تاسو د الله په لاره كې مال ولګوئ، نو په تاسو كې ځینې بخل كوي او څوك چې بخل وكړي، نو یقینًا هم دا خبره ده چې هغه له خپل ځان نه (د خير په منع كولو سره) بخل كوي او هم دا الله غني (ښه بې پروا) دى او هم تاسو فقیران یئ۔ او كه تاسو وګرځېدئ (نو) هغه به له تاسو نه غیر بل قوم په بدل كې راولي، بیا به هغوى ستاسو په شان نه وي محمد ۴۷:۳۸
تفسیر:
خبراوسئ تاسې داسې خلک ياست چې رابلل کېږئ ترڅو له خپلو مالونو يوه برخه د الله په لار کې ولګوئ، او له تاسو د خپلو ټولو مالونو د لګولو غوښتنه نه کيږي، نو له تاسو چې څوک د بخيلۍ له امله د غوښتل شوي مال لګول منع کوي، او څوک چې د الله په لار کې د خپل مال د يوې برخې په لګولو بخيلي کوي، پرته له شکه هغه په حقيقت کې د لګولو له ثوابه په یې برخې کولو سره پر خپل ځان بخيلي کوي، الله غني دی ستاسو لګښت ته اړتيا نه لري، او تاسو هغه ته فقيران ياست، که چېرې له اسلامه کفر ته واوړئ هغه به مو تباه کړي، او ستاسو پر ځای به بل قوم راولي، بيا به هغوی ستاسو غوندې نه وي، بلکې هغوی به الله لره غاړه اېښودونکي وي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ محمد • آیت 37 راتلونکې الفتح • آیت 1